د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د افغان – قزاق د درې ورځني نندارتون او رسمي سفر له پای ته رسېدو خبر ورکړ. نورالدین عزیزي زیاتوي چې دغه نندارتون له لاسته راوړنو ډک وو او په وینا د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور تر منځ په بېلا بېلو برخو کې، د ۱۹۰ میلیونه ډالرو په ارزښت هوکړې هم لاسلیک شوي دي. په کابل کې د قزاقستان پخوانی سفیر وايي، چې په قزاقستان کې د افغاني محصولاتو او تولیداتو نندارتونونه د دواړو هېوادونو د اړیکو پر ښه والي مثبت اغېز کولی شي. د یاد نندارتون یو شمېر ګډونوال افغان سوداګر د افغاني توکو د معرفۍ او ورته د بازار موندنې لپاره د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل مهم ګڼي.