د عمران خان تر نېول کېدو وروسته تحریک انصاف ګوند په پاکستان کې د لاریونونو اعلان کړی دی. د دغه ګوند مرستیال شاه محمود قریشي په خلکو غږ کړی چې احتجاج ته راووځي. هغه ویلي، چې عمران خان د پاکستان د راتلونکې لپاره مبارزه کوي او په دې لار کې باید یواځې پرېنښودل شي. د راپورونو له مخې، د پاکستان په ځینو ښارونو کې د شنبې په ورځ ناوخته خلک لاریونو ته وتلي خو دولتي رسنۍ دا لاریونونه خلکو ته نه ورښيي. تحریک انصاف ګوند هغه قاضي په بې انصافۍ او په تعصب تورن کړی چې عمران خان ته یې د درېیو کلونو بند او یو لک روپیو جرمانې سزا اورولې ده. عمران خان د ګډوډۍ په جوړولو او فساد تورن دی.