د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر له افغانانو سره په کېدونکو بشري مرستو کې پر لاسوهنې او له دغو مرستو نه پر ناوړه ګټه اخیستنې نیوکه کوي. نوموړي په کابل کې یوې غونډه ته همدارنګه ویلي ډېری مرستندوی بنسټونه پر افغانانو یوازې ۲۰ سلنه مرستې ویشي او ۸۰ سلنه دغه مرستې حیف ومیل کېږي. د سرپرست حکومت دغه چارواکی ټینګار کوي چې د مرستندویو بنسټونو پر فعالیتونه څارنه کوي او اجازه نه ورکوي چې موسسې له سرپرست حکومت سره له همغږۍ پرته فعالیت وکړي. له دې سره هممهاله په دې غونډه کې د ځينو ولایتونو ځایي مسوولین له نړۍوالو بنسټونو او پانګوالو غواړي چې د روغتیا، پوهنې او زدهکړو په برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست په داسې حال کې د مرستندویو بنسټونو د مرستې رسونې پر بهیر نیوکه کوي چې تر دې وړاندې هېوادوالو په وار وار ویلي چې بشري مرستې نه ورسېږي.