د سټنډرډ ملي ادارې ازبکستان هېواد ته د ۶۷ واګونه بې کیفیته تېلو د بېرته مسترد کولو خبر ورکړی دی. یادې ادارې ویلي چې په حیرتان بندر کې يې ۶۷ واګونه بې کیفیته تېل چې د دغې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود، بېرته ازبکستان ته مسترد کړي دي. یادې ادارې له ټولو سوداګرو څخه غوښتنه کړې، چې هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي، کنه نو له ورته قانوني چلند سره به مخ شي. د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې تر دې وړانډې هم هېواد ته د لسګونه ټانکره بې کیفیته نفتي توکو د واردېدو مخنیوی کړی دی.