مراکش کې چارواکي وايي د دغه هېواد د مرکز په غرنۍ سیمه کې یو میني بس موټر ژورې کندې ته غورځېدلی او ۲۴ سپاره کسان پکې مړه شوي دي. د ځايي رسنیو په وینا دغه میني بس کې سپاره کسان د مراکش په مرکزي دمنات ښار کې یوه مارکېټ ته روان وو، چې لېږدونکی موټر یې په یوه موړ کې د دې پېښې ښکار شو. دا پېښه د اطلس غرونو د لړۍ په لمن کې شوې او لامل یې لا مالوم شوی نه دی. مراکش د سړکونو د خوندیتابه بده مخینه لري، خو دا پېښه پکې تر ټولو مرګونې بلل شوې ده.