پاکستان خپلې د کرکټ لوبډلې ته اجازه ورکړې چې په نړیوال جام کې د ګډون په موخه هند ته ولاړه شي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه بيان کې ویلي، چې پاکستان تل دا خبره منلې چې سپورت او سياست بايد جلا وساتل شي او د پاکستان او هند اړيکي بايد د نړيوالو لوبو په لاره کې د خنډ لامل نه شي. د کرکټ یو ورځنیو لوبو نړیوال جام سيالۍ دا ځل د هند په کوربه توب ترسره کېږي چې د کرېکټ نړیوالې شورا د مهالوېش له مخې به د اکتوبر پر پنځمه د هند په احمد اباد لوبغالي کې پيل او د نومبر تر ۱۹ نېټې به دوام وکړي. پاکستان دغه پرېکړه په داسې حال کې کوي چې هند د اسيا کپ سياليو لپاره پاکستان ته له تلو انکار کړی. ټاکل شوې د هند لوبې په شري لنکا کې ترسره کېږي. د پاکستان حکومت هم د خپلې لوبډلې د امنيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې او هيله يې ښودلې چې د دوی لوبډلې ته دې په هند کې بشپړ امنيتي خونديتوب ورکړل شي .