د ایټالیا په اوبو کې د دوو مسافر وړونکو کښتیو د ډوبېدو له امله دوه تنه مړه شوي او تر ۳۰ ډېر نور لادرکه دي. د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې د ایټالیا د ساحلي ګارد چارواکو اعلان کړی چې د دغو دوو مسافر وړونکو کښتیو ۵۷ تنه سپرلۍ ژغورل شوي دي. دغه دوه مسافر وړونکې کښتۍ له تونس څخه اروپا ته روانه وې چې د سخت باد او د اوبو د سختو څپو له امله ډوبه شوې.