اوکرایني چارواکو نن د دې هېواد دنیپروپیتروفسک او خرسون سیمو کې د روسیې په توغندويي بریدونو کې د یو تن د وژل کېدو او د یو بل د ټپي کېدو خبر ورکړ. د خرسون والي اولیکساندر پروکودین ویلي چې د دې ښار په مرکزي برخه کې د یوه توغندي لګېدو یوه ښځه ووژله او یو تن یې ټپي کړ. له دې مخکې د ژغورنې د عملیات دوه کارکوونکي هغه مهال ټپیان شوي چې د روسیې په برید کې له یوې اور اخیستې نهه پوړیزې ودانۍ څخه یې د خلکو د ایستلو هڅه کوله. اوکرایني ځواکونو د دې هېواد جنوبي خرسون ولایت چې روسیې څو میاشتې مخکې نیولی و، په تېره نومبر میاشت کې بېرته تر خپلې ولکې لاندې راوست.