د ایران په پلازمېنې تهران کې د څو ودانیو د نړېدو له امله د دوو پولیسو په ګډون څلور کسان مړه شوي او لږ تر لږه ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي. ایراني رسنیو ویلي چې دا مرګ ژوبله د غير قانوني ودانيو د پلان شوي تخريب په ترڅ کې رامنځته شوې ده. د ایران د تسنیم خبري اژانس د خبر په اساس، پېښه د تهران ښار په جنوب لویدیځه برخه کې شوې. د ژغورنې کارکوونکي د نورو کسانو د موندلو هڅه کوي چې کیدای شي د نړېدلو ودانیو تر خځلو لاندې بند پاتې وي. د ایران د ایسنا اژانس د راپور لمخې، چارواکو د یوې ودانۍ ړنګول پیل کړل کله چې پنځه نورې ودانۍ هم ونړېدلې.