پاکستاني پولیس وایي په دوو جلا بمي چاودنو کې چې د دې هیواد په شمال لویدیځ او جنوب لویدیځ کې وشوې، ۹ تنه وژل شوي دي. پولیس وایي د سړک د غاړې د یو بم په چاودنې کې چې د بلوچستان ولایت د کیچ په ولسوالۍ کې وشوه، د سیمې یو سیاستوال د خپلو ۷ ملګرو سره پکې ووژل شو. په سیمه کې د پولیسو مشر حیدر علي ویلي چې وژل شوی سیاستوال اسحاق یعقوب نومیده او د بلوچستان عوامي ګوند غړی و. د بلوچستان د دې چاودنې څخه څو ساعته وړاندې په شمالي وزیرستان کې یو ځانمرګي برید کوونکي چې چاودیدونکي مواد یې په موټر کې ځای پر ځای کړي و، هدف ته تر رسیدو وړاندې یې چاودنه کړې. پولیسو ویلي په دې چاودنې کې یوه ښځه او خاوند چې تازه یې واده کړی و وژل شوي دي.