ایران وايي، امریکا په منځني ختیځ کې د ناامنیو اصلي لامل ده. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني په تهران کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې په سیمه کې د امریکا د پوځي حضور هدف د امنیت ټینګول نه، بلکې د ناامنۍ او بې ثباتۍ پراخول دي. کنعاني زیاته کړې، د سیمې هېوادونه او د فارس خلیج هېوادونه د دې توان لري چې خپل امنیت تامین کړي او په سیمه کې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو حضور ته اړتیا نشته.