د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان نن د دریمې ورځې لپاره د پاکستان په یوه داسې زندان کې تېروي چې وضعیت یې ډېر بد بلل شوی. د عمران خان د وکیلانو او پلویانو په وینا، د اټک په زندان کې چې عمران خان تازه په کې بندي شوی، د درنو جرمونو سلګونه مجرمان بندیان دي. د عمران خان یوه مدافع وکیل نعیم حیدر د نوموړي له نیول کیدو وروسته په لومړي ځل پرون له عمران خان سره په دغه زندان کې کتلي او اوس یې د هغه ژوند د ژغورنې غږ پورته کړی. نعیم حیدر چې شاوخوا دوه نیم ساعته له خان سره لیدلي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې عمران خان ته هیڅ سهولت نه دی ورکړل شوی، د شپې یې کوټې کې چینجي او میاشي وي او د ورځې مچان بنګیږي. د حیدر په وینا عمران خان څخه یې د هغه د وضعیت په اړه څو پوښتنې کړي او وايي عمران خان ورته ویلي چې په خوراک کې دال ورکول کیږي، سرخلاصی تشناب لري چې د ځان مینځلو لپاره هیڅ لازم سهولت په کې نشته.