په روزګان ولایت کې ۱۲ سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د روزګان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې د شپږ میلیونه افغانیو په لګښت دغه جوړې شوې سړې خونې یې بزګرانو ته په واک کې ورکړې دي. ددې ولایت بزګران له حکومت څخه د لا ډيرو سړوخونو د جوړېدو غوښتنه کوي او زیاتوي، چې باید په ټولو ولسوالیو کې ورته سړې خونې جوړې کړل شي.