د پاکستان ولسمشر عارف علوي د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد د پارلمان د ړنګولو فرمان ورکړ.دا کار په پاکستان کې د یو سرپرست حکومت جوړېدو ته لاره هواروي چې د انتخاباتو له لارې د بل حکومت تر جوړېدو پورې چارې مخ ته یوسي.د پاکستان ولسمشر دفتر په یوې اعلامیه کې ویلي، چې هغه د برحاله صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د دغه هېواد پارلمان ړنګ کړ. دذد پاکستان د قانون په اساس، د پارلمان له ړنګېدو درې ورځې وروسته باید نوی سرپرست صدراعظم وټاکل شي او انتخابات په ۹۰ ورځو کې دننه وشي.