د خوړو نړیوال پروګرام وایي، چې راتلونکو شپږو میاشتو کې افغانستان کې د اړو کسانو د لاسنیوي لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري. د دغې ادارې ویاند وحیدالله اماني رسنیو ته ویلي، چې که دغه مرسته ور ونه رسېږي، اړ کېږي چې میلیونونه نورو افغانانو سره هم مرستې و دروي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دا مهال له ۲۹ اعشاریه دوه میلیونو څخه زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.