د امریکا د هاوايي په ایالت کې چارواکو ویلي چې ځنګلي اورونو د دغه ایالت په یوې سیاحتي سیمې کې لږ تر لږه ۵۳ تنه مړي کړي او ژغورونکي د ماوي د ځپل شوي ټاپو څخه د خلکو د اېستلو هڅې کوي. د دغه ځنګلي اور سره د هغه طوفان تېز شمال هم مل دی چې د سې شنبې په ورځ په امریکا کې پيل شو او ډېرې سیمې یې وځپلې. دغو اورونو د سمندر په غاړه کې د لاهاینا ښار هم ځپلی دی. چارواکي وايي دې چټک خپرېدونکي اور ډېر خلک اړ کړل د ژوندي پاتې کېدو لپاره اوبو ته ځانونه وغورځوي. د متحدو ایالتونو د ساحلي ګارد قومندانې اجا کرکسي سي ان ان ته ویلي دي چې د ابتدايي راپورونو په اساس شاوخوا ۱۰۰ کسان اوبو ته ننوتلي دي چې وژغورل شي.