پاکستان دې د امریکا پر ځای له ګاونډیو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې حنا رباني کهر ویلي، پاکستان تر امریکا ګاونډیانو ته ډېره اړتیا لري. د نوموړې په خبره پاکستان باید د امریکا پر ځای له هغو هېوادونو سره اړیکې پراخې او ژورې کړي چې څنګ ته یې پراته دي او اړتیا ورته لري. د رسنیو د راپورونو له مخې حنا ویلي، پاکستان اوس په داسې یوه وضعیت کې دی چې باید خپل اقتصاد پیاوړی کړي او سوداګرۍ ته زمینه برابره کړي، نو ددې کار لپاره تر هر چا وړاندې ګاونډیانو ته اړتیا لري. هغه د پاکستان پر اوسني حکومت غږ کړی چې په سیمه کې د ودې او ښه باور خپلولو لپاره دې پر خپله بهرنۍ پالیسۍ له سره کتنه او له ګاونډیانو سره دې د اړیکو پر ښه کولو غور وکړي.