د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ترکیې ته د سفر په ترڅ کې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان پانګوالو له لوري په جوړ شوي کنفرانس کې ویلي، چې په افغانستان کې اوسمهال نه یوازې افغانانو، بلکې بهرنیانو ته هم به افغانستان کې د پانګونې زمینه برابره شوې ده. نوموړي ویلي، چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانانو او په ځانګړي ډول ملي سوداګرو او پانګهوالو د سر او مال امنیت خوندي نه و، خو اوس یې امنیت خوندي شوی او اوس په ډاډمنه فضا کې خپل کاروبار کوي. برادر د یادې غونډې په پای کې ویلي، افغانستان له سمتي، قومي او ژبني تعصب پرته د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول یې د آبادولو مسوولیت لرو.