د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ویلي، لېواله هېوادونه کولی شي چې د افغانستان د لېتیمو د استخراج په برخه کې پانګونه وکړي. نورالدین عزیزي دغه راز وایي چې د لېتیمو په کانونو پورې د افغانانو هېلې تړلې دي او سرپرست حکومت نه غواړي چې دغه کانونه ضایع شي. د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر له رویټرز خبري اژانس سره په یوې مرکه کې قزاقستان ته د خپل وروستي سفر په تړاو خبرې کړي او ویلي یې دي چې له قزاقستاني چارواکو سره یې د بانکي مسایلو، سوداګریزو تعرفو، مخابراتي پروژو اوسویلي اسیا ته د روسیې د تېلو د جوپو د لېږد په ګډون د ټرانزیټي لارو په تړاو بحثونه کړي دي. افغانستان د هغو هېوادونو د نوملړ په سر کې دی چې د لېتیمو کانونه لري او د افغانستان لېټیمو تر ټولو ډېر کانونه په کونړ، نورستان او هلمند ولایتونو کې دي. د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، د چین په ګډون د بېلابېلو هېوادونو استازو د سرپرست حکومت له چارواکو سره په کتنه کې د افغانستان د لېتیمو کانونو په برخه کې د شاوخوا لس مېلیارده ډالرو د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده.