په ننګرهار کې سږ کال پر ۶۲۷ هکټاره ځمکه ممپلي کرل شوي دي. د ننګرهار د رسنیو دفتر ویلي، چې د دې ولایت په بهسود، هسکه مېنه، کوز کونړ، بټيکوټ، سپين غر، سره رود، خوږياڼو، پچير اګام، چپرهار، شېرزاد او حصارک ولسواليو کې پر ۶۲۷ هکټاره ځمکه ممپلي کرل شوي دي. د ننګرهار د کرنې ریيس عبدالستار محمد ويلي، د ریاست له لوري د ممپليو ناروغيو، اوبو لګولو، کرنيزو عمليو، بازار موندنې، سرې ورکولو او حاصل ټولولو په برخو کې بزګرانو ته عملي او نظري روزنه ورکړ شوې او هڅه کیږي، چې د ممپليو حاصلاتو ډېرولو لپاره نورې لازمې هڅې هم تر سره شي. تېر کال د ۷ ولسواليو پر ۲۴۰ هکټاره ځمکه ممپلي کرل شوي وه، چې ۵۱۶ متريک ټنه حاصل يې ورکړی و.