د افغانستان د امانتي صندوق چارواکي وايي چې دغه صندوق تراوسه ۱۳۵ مېلیونه ډالره ګټه کړې ده. د افغانستان امانتي صندوق د ۱۴۰۱ لمریز کال د وږي په مه ۲۴جوړ شو. د افغانستان د امانتي صندوق د مدیره پلاوي غړی شاه محمد محرابي وایي چې په ټوله کې د دغه صندوق د جوړېدو موخه په هېواد کې د پانګې د زیاتېدو لپاره د شتمنیو ستنېدل دي. بل خوا د کانونو او صنایعو خونه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه په خصوصي سکټور پورې اړونده ګڼي او وایي چې د اقتصادي ودې لپاره اړتیا ده چې کنګل شوې شتمنۍ بېرته آزادې شي. ورته مهال، د اقتصاد وزارت یو ځل بیا له امریکا متحده ایالتونو غواړي چې له قید او شرط پرته د هېواد ټولې شتمنۍ ازادې کړې. دا په داسې حال کې ده چې پر هېواد د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان څه باندې نهه میلیارده ډالره د امریکا او اروپا په بانکونو کې کنګل شوې دي.