د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د ترکیې د صنعتکارانو او سوداګرو د غیر دولتي ټولنې موسیاد له رییس محمود اسمالي او یو شمېر افغان او ترکي سوداګرو سره کتلي دي. د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ترکي پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته رابللي او زیاته کړې يې ده، چې په افغانستان کې د پانګونې شرایط اسانه شوي او ترکي پانګوال دې له دې فرصته پوره ګټه پورته کړي. د موسیاد ټولنې مشر محمود اسمالي د ریاستالوزراء له اقتصادي مرستیال سره د یادې لیدنې پر مهال ترکي پانګوال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته هڅولي او ویلي یې دي، چې له دې فرصت څخه د ګټې اخيستنې په موخه دې ترکي پانګوال افغانستان ته لاړ شي.