د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې يې په افغانستان کې له ۱۶ میلیونه کسانو سره د خوراکي توکو ژوند ژغورونکې مرسته کړې ده. دې ادارې پرون پر خپل ټویټر د هندوستان په څېر هېوادونو مننه کړې چې په خپلې سخاوتمندانه مرستې سره یې د دغه شمېر کسانو د لاسنیوي امکان برابر کړ. د خوړو نړیوال پروګرام یا ‘ډبلیو ایف پي’ په وروستیو کې، ویلي، د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره په افغانستان کې د اړو کسانو د لاسنیوي لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري. د دې ادارې ویاند ویلي، که دا مرسته ور ونه رسېږي، اړ کېږي چې له میلیونونو نورو افغانانو سره هم د خیر ښېګڼې چارې و دروي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دا مهال له ۲۹ اعشاریه دوه میلیونو څخه زیات افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.