د کانونو او پټرولیم وازارت سرپرست پروان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، چې په هېواد کې د ډبرو سکرو ۹۰۰ میلیونه ټنه زېرمې تثبیت شوې دي. ده زیاته کړې، چې ددې تر څنګ په هرات ولایت کې هم ۱۲۰۰ هکتاره ځمکه کې د مالګې شتون تثبیت شوی دی. د هغه په خبره، اوسمهال په پنجشېر کې د زمردو ۷۵۰ کانونو تثبیت شوي، چې په کې به د استخراج چاور له پیل سره سم شاوخوا ۷ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.