د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون په ریاض کې د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان سره کتلي او په لوړه کچه یې خبرې کړې دي. سره له دې چې د سعودي عربستان چارواکو تر اوسه د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي خو د ایران دې تر ټولو جګپوړي دیپلومات بیا په ټولنیزو شبکو کې په یوې لیکنې کې لیکلي چې د سلمان سره په ملاقات کې خبرې یې ګټورې وې. عبداللهایان په دې اړه جزیات نه دي ورکړي چې د سعودي مشر سره یې په کومو موضوعاتو خبرې کړي خو یوازې دومره یې ویلي چې په دې لیدنه کې دواړو هېوادونو په سیمه کې د امنیت او پرمختګ په هکله هوکړه کړې ده. په عین حال کې د ایران نیمه دولتي خبري اژانس تسنیم په یو راپور کې ویلي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د ایران د بهرنیو چارو د وزیر بلنه منلې چې ایران ته به ولاړ شي.