امریکا له ډنمارک او هالنډ څخه اوکراین ته د ایف ۱۶ جنګي الوتکو لېږل تصویب کړل. دا پرېکړه د دې لپاره شوې، چې اوکراین د روسیې د بریدونو پر وړاندې دفاع وکړای شي. د امریکا یوه چارواکي ویلي، چې د اوکرایني پیلوټانو د روزنې د پروګرام له بشپړېدو سره سم به دا الوتکې ولېږل شی. کیېف پخوا له امریکا څخه د ایف ۱۶ جنګي الوتکو غوښتنه کړې وه.