پاکستاني پولیسو د دغه هېواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي نیولی دی. د قریشي نیول د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف د لوړ پوړو غړو په وړاندې د واکمن ګوند د پراخې ځپنې یوه برخه ګڼل کیږي. د پاکستان حکومت په دې وروستیو میاشتو کې د تحریک انصاف پاکستان ګوند د لوړ پوړو مشرانو په ګډون د دې ګوند زیات شمېر غړي نیولي او په دې توګه یې په ټول هېواد کې د عمران خان ولسي قدرت ځپلې دی. شاه محمود قریشي چې د عمران خان د صدراعظمۍ پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر و، د شنبې په ورځ د دغه هېواد په پلازمېنه اسلام اباد کې په یو خبري کنفرانس کې له ګډون وروسته ونیول شو. قریشي په دې خبري غونډه کې د ټاکنو د ځنډولو له امله پر پاکستاني چارواکو سختې نیوکې وکړې.