په وروستیو کې په هرات ولایت کې زرګونه نجونو د تار اوبدولو کارونو ته مخه کړې ده. په هرات کې د تارونو د تولید لسګونه کارخونې فعالې دي او ښځې هره ورځ لسګونه کېلو ګرامه، وړۍ په تارونو باندې بدلوي، خو د تارونو د خرڅلاو بازار یې ډېر ګرم نه دی. هرات کې د کارخونو مسوولین وايي، د تار اوبدلو په څه باندې شلو مرکزونو کې شاوخوا ۲۴۰۰ کسان په کار بوخت دي، خو له هېواده بهر د تارونو نه صادرات هغه جدي ستونزه ده چې دوی ورسره مخ دي. تار پلورونکي وايي، چې پخوا به تارونه، هند او پاکستان ته صادرېدل خو په دې وروستیو کې سرپرست حکومت ویلي، چې، د کارخونو خام مواد او اوبدل شویو تارونو ته د غالیو د تولید لپاره اړتیا ده او بهر ته یې په صادراتو بندیز لګېدلی دی.