د بلخ ولایتي چارواکي وایي چې د لومړي ځل لپاره د حيرتان بندر له لارې روسیې ته د انګورو لومړنۍ جوپه لېږدول شوې ده. د ياد ولايت د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوول اسدالله اسدي وايي چې دغه ۲۰۰۰ کارټنه انګور پرون روسیې ته لیږدول شوي دي. د اسدي په وينا، دغه تازه انګور په يخچالي موټرو کې د حیرتان بندر له لارې ازبکستان او له هغه ځايه روسیې ته لیږدول شوي. نوموړی زياتوي چې د وروستيو مياشتو پر مهال له افغانستان څخه ګاونډيو او د سيمې هېوادونو ته د توکو لېږد زيات شوی دی.