د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسؤلينو، ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې وويل چې دغه وزارت په تېر يوه کال کې، په بېلابېلو برخو کې ۷۹ هوکړه ليکونه له ۵۰ موسسو سره لاسليک کړي دي. د دغه وزارت د ویاند سميع الله ابراهيمي په وینا، دغه موسسې د ماشومانو د روزنې، تخنیکي او مسلکي روزنې او په افغانستان کې له بې وزلو او یتیمو کورنیو سره د مرستې په برخو کې فعالې دي. هغه زیاته کړه، دغه وزارت په ۱۴۰۱ مالي کال کې څه باندې ۴۳ زره کسانو ته د دولتي ادارو او همکارو موسسو په مرسته په هېواد کې د فني او حرفوي زده کړو زمينه برابره کړې او همدارنګه په تېر يوه کال کې پر څه باندې ۵۳ زرو کورنیو او بهرنیو وګړو د کار جوازونه هم وېشلي دي.