د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ستر سلاکار عاکف کاګاتای کیلېک سي.اېن.اېن. ترکي څانګې ته ویلي، چې هېواد یې استانبول ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سفر ته چمتوالی نیسي او په دې برخه کې کار روان دی. له روسیې بهر د پوتین د سفر خبره په داسې مهال مطرح کېږي، چې نوموړی په اوکراین کې د روانې جګړې له امله د نړیوالو پولیسو ترڅار لاندې دی او له همدې امله نه شي کولی روانه اونۍ په جنوبي افریقا کې د بریکس تړون ناسته کې حضوري ګډون وکړي.