ټاکل شوې د روانې اګست میاشتې پر ۲۲ مه د سویلي افریقا په جهانزیرګ ښار کې د بریکس تړون اقتصادي غونډه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۴ مې نېټې پورې دوام وکړي. د راپورونو پر اساس په دغې سرمشریزه کې به د بریکس تړون د پنځو غړو هېوادونو له ډلې د چین، هند، برازیل او سویلي افریقا هېوادونو مشران په حضوري او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به په انلاین ډول ګډون وکړي. مسکو ویلي، د روسیې له لوري به په دغې ناسته کې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په حضوري ډول ګډون وکړي. باید وویل شي، چې ولادیمیر پوتین په اوکراین کې د ورانې جګړې له امله د جرمونو نړیوالې محکمې په امر د نړیوالو پولیسو تر څار لاندې دی او له همدې امله نه شي کولی له روسیې بهر سفر وکړي.