د روان کال په لومړیو څلور میاشتو کې د افغانستان او ایران تر منځ د ۵۱۲ میلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزه راکړه ورکړه شوې ده. د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا له هېواده یوازې، د شپږ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي. د دغه وزارت د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، ایران ته د افغانستان ته د صادراتو کچه د وارداتو په پرتله کمه ده، خو د صادراتو د زیاتوالي په موخه هڅې روانې دي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه بیا وايي، د پنبې او کاني توکو د صادراتو لپاره ایران یو ښه بازار دی. ورته مهال یو شمېر سوداګر وايي، چې د صادراتو د زیاتوالي لپاره، اړتیا ده چې سرپرست حکومت او ایران په بندرونو کې لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ورکړل شویو شمېرو له مخې د افغانستان او ایران ترمنځ، د سوداګریزو صادراتو او وارداتو کچه په کال کې دوه میلیارده ډالرو ته رسېږي.