په جنوبي وزیرستان کې د وسلهوالو په برید کې ۱۱ پاکستاني پولیس وژل شوي دي. پاکستاني چاوراکو ویلي، دا برید نن سهار د جنوبي وزیرستان د شولام خیسو په سیمه کې د پوځ په دوو موټرو شوی دی. امنیتي چارواکو ویلي، په سیمه کې د لټون عملیات پیل شوي او سیمه اوسمهال د دوی په کنټرول کې ده. پاکستاني ط البانو د برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې د شولام خیسو په برید کې ۱۸ پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولی ده. په دې وروستیو کې په شمال او جنوبي وزیرستان کې د وسلهوالو بریدونه زیات شوي چې د ډېرو ورته بریدونو مسوولیت يې تحریک ط البان پاکستان مني.