د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ وايي، پوځ او د سیمې خلکو هغه اته کسان ژغورلي چې د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په یوه لرې پرتې سیمه کې د سیند د پاسه د کیبلي زانګو د یوه مزي د شلېدو له امله په یوه کابین کې بند پاتې وو. کاکړ ویلي چې بند پاتې شوي ټول ماشومان ژغورل شوي دي. دا پېښه پرون سهار د خیبرپښتونخوا په بټګرام کې هغه مهال رامنځته شوه چې په سیمه کې د سیند د پاسه د یوې ځوړنده زانګو یو مزی وشکېده. له دغې زانګو څخه د ژغورنې په عملیاتو کې لومړی دوه ماشومان ژغورل شوي وو. چارواکو ویلي وو، هڅه کوي چې بند پاتې ټول ماشومان او د هغوی ښوونکي خوندي راکوز کړي.