د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یوه راپور کې په افغانستان کې د اقتصادي سقوط خبر ورکوي او وايي چې دمګړۍ د دغه هېواد ۷۰ سلنه وګړي د بېوزلۍ د کرښې لاندې ژوند کوي. په راپور کې راغلي دي چې یاد سازمان په روان کال کې د ۶۰ زره کورنیو د ملاتړ لپاره ۴۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال په هېواد کې د اقتصادي سقوط مسئله ردوي او زیاتوي چې د اقتصادي پراختیا لپاره یې وړاندوینه کړې. د وزګارتیا د زیاتوالي او د بهرنیو مرستو د کموالي په دوام، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام وړاندوینه کړې چې د راتلونکي کال تر نیمايي به شاوخوا ۹۷ سلنه خلک د بې وزلۍ تر کرښې ژوند کوي.