د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د افغانستان له خاورې، له منځنۍ اسیا، سوېلي اسیا ته د انرژۍ د ټرانیزټي پروژو د عملي کېدو لپاره د هڅو له زیاتوالي خبر ورکړی دی.د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د کاسا زر ، ټاپ، ټاپي او ټو ټاپ پروژو عملي چارې پېل شي. او د دغو پروژو د عملي چارو له پیل سره به زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت د معلوماتو پر بنسټ، د کاسا زر، ټاپي، ټاپ او ټوټاپ پروژو عملي کېدل به د اقتصادي پراختیا سربیره افغانستان د ټرانزیټ له لارې هر کال له پام وړ عوایدو هم برخمن کړي.