د لوګر په مرکز پل علم سربېره، محمدآغه او خروار ولسوالۍ کې د څه باندې ٨٨ میلیونه افغانیو په لګښت ۵ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د لوګر ولایت ځايي چارواکي وايي، چې دغه پروژې چې د مرکز په شمول محمدآغه او خروار ولسوالۍ کې پر ١٧٠ جریبه ځمکه باندې ١٦ زره مثمر او غیر مثمر نیالګي اېښودل او همدارنګه د ١٠٧ کیلومتره کانالونو پاکول او ٢٠ جریبه مثمر باغ جوړول شامل دي، د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د ٩ میاشتو په موده کې بشپړ او د پلې کولو پرمهال یې ٢٠٠٠ کسانو ته کاري زمینه هم برابره شوې وه.