د لوګر د کانونو او پټرولیم ریاست مسوولین وایي، چې د دې ولایت په محمد آغې ولسوالۍ کې د یو خصوصي شرکت له لوري د کرومايټ ډبرو د یو سترکان د کیندلو چارې نن پیل شوې. د مسوولینو په خبره یاد کان، چې نږدې یو کیلومتر مربع مساحت لري، د ۵ کلونو لپاره د سورغر زابل د کان کیندنې د پروسس شرکت ته په قرار داد ورکړل شوی دی او د قرار داد له مخې د کان کیندلو په جریان کې د هر ټن کرومايټ پر سر به ١١ زره٣٥٠ افغانۍ د حکومت بودجې د تحویلولو او یو شمېر ځایي خلکو ته د کاري زمینې د برابرېدو سربېره یو لړ رغنیزې پروژې به پلې او همدارنګه د حافظ ودانیزو او سړک جوړونې شرکت لخوا له کندهاره د زابل تر شهر صفا پورې به ٣٧ کیلومتره سړک هم په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.