د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د مکسیکو په کواکنوپالا – اوکساکا لویه لار د مسافرو یو بس له یوې لارۍ موټر سره ټکر کړی چې له امله یې ۱۶ کسان وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي. د معلوماتو له مخې په بس کې سپاره کسان ځايي خلک او وینزویلايي کډوال وو چې په وژل شویو کې ۸ ښځې او ۸ نارینه شامل دي.