د راپورونو له مخې دغه الوتکې د ایران پوځ ته غوښه لېږدوله چې د کرج ښار هوايي ډګر ته نږدې لوېدلې ده. په دغه الوتکه کې لس کسه سپاره وو، خو تر اوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. ایراني رسنۍ وایي چې دغه بوینګ ۷۰۷ الوتکه د ناستې پر مهال لومړی د هوايي ډګر له یوه دېواله سره لګېدلې ده او وروسته هوايي ډګر ته نږدې د استوګنې په یوه ښارګوټي کې لوېدلې ده. الوتکې اور اخیستی دی خو ژغورونکي ټیمونه د پېښې ساحې ته رسېدلي دي. ایراني حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.