د ډنمارک حکومت ویلي، پلان لري چې د قران د نسخو په سوځولو بندیز ولګوي. په دغه اروپايي هېواد کې د اسلام سپیڅلي کتاب ته سپکاوي د اسلامي هیوادونو غوسه راپارولې ده. د ډنمارک د عدلیې وزیر پیټر هملګارډ ویلي، حکومت داسې یو قانون وړاندې کوي چې له مخې یې “د مذهبي مقدساتو سره نامناسب چلند منع دی.” هغه ویلي چې د دې قانون موخه په ځانګړي ډول په عامه ځایونو کې د مقدسو کتابونو د سوځولو او بې حرمتۍ مخنیوی دی. نوی قانون به د ډنمارک د جزا قانون په دولسم فصل کې شامل شي، کوم چې ملي امنیت پوښي. هملګارډ وویل چې د قران په سوځولو د بندیز “انګیزه” ملي امنیت ته پېښ ګواښونه وو. د ډنمارک حکومت ویلي، د دغه قانون ماتوونکي به له نغدي جریمې او دوه کاله بند سزا سره مخامخ کیږي.