له افغانستانه د امریکا د وتلو پر مهال د شوې ګډوډۍ په خاطر د امریکا کانګرس ته د دغه هېواد د دفاع د وزیر د احضار او په درنو جرمونو د هغه د تورنېدو طرحه وړاندې شوې ده. دغه طرحه د کانګرس يوه غړي پرون وړاندې کړې چې پکې د امریکا د دفاع وزیر مهمو استخباراتي معلوماتو ته په نه پام او له افغانستانه د وتلو بهیر کې په جرمونو تورن شوی. دوه کاله وړاندې د اګست پر ۲۶مه په دغه بهیر کې د کابل هوايي ډګر په څنډو کې چاودنو د ۱۳ امریکايي پوځیانو په ګډون شاوخوا ۱۷۰کسان ووژل او نږدې ۱۵۰ نور يې ټپيان کړل. له افغانستانه د امریکا د وتلو د بهیر کابو دوه کاله پوره کېږي او لا هم د امریکا په کانګرس کې د دغه بهیر په اوږدو کې د شوو ګډوډیو له امله له چارواکو د پوښتنو ګروېږنو لړۍ نه ده ختمه شوې. په دغه طرحه کې یادونه شوې چې د دوو کلونو په تېرېدو لا هم د ورته پېښو په خاطر کوم امریکايي چارواکی حساب او کتاب ته نه دی حاضر شوی.