د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلینسکي را روانه سپټمبر میاشت د خپل هېواد لپاره د برلاسۍ وړاندوینه کړې. زلینسکي دغه څرګندونې دغه هېواد ته د مهمو وسلو او تجهیزاتو د برابرولو په اړه د اوکراین د لوېدیځو متحدینو له مهمو پرېکړو وروسته کړي. اخوا اوکرایني ځواکونو د روسیې وروستي هوايي بریدونه په شا تمبولي دي. د اوکراین هوايي ځواک ویلي چې دوی د شنبې او یکشنبې په شپه په ټول هېواد کې د هوايي برید د خبرداري په اعلان سره څلور روسي کروز توغندي له منځه وړي دي. د اوکراین هوايي ځواک همداراز زیاته کړې چې دا راکټونه له ستراتیژیکو بم غورځونکو څخه توغول شوي دي. خو د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز پرون په خپله یوه ورځنۍ غونډه کې په خپل لنډ پیغام کې وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې له ۴۰ زیاتې نښتې شوې دي.