په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام یا ‘ډبلیو ایف پي’ وايي، د لرو پرتو سیمو لپاره د خوراکي توکو د زېرمه کولو په خاطر ۱۱۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري. یاد پروګرام وايي، په بېړنۍ توګه ۱۱۰ ميليونه ډالرو مرستو ته اړتيا لري، څو په راتلونکي ژمي کې د افغانستان په لرو پرتو سيمو کې له خلکو سره اړینې مرستې وکړي. د دغه سازمان ویاند وحیدالله اماني وايي، چې اټکل کېږي په دغو سیمو کې شاوخوا درې میلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري. اماني دا هم وايي چې په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام د جولای په میاشت کې توانېدلی چې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې له پنځه نیم میلیونو خلکو سره، چې عام خلک او سېلاب ځپلي دي، مرستې ورسوي. په همدې حال کې د خوړو نړیوال پروګرام پرون پر خپله ټویټر پاڼه اعلان کړی چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې له ۱۶ میلیونو افغانانو سره د خوراکي توکو مرستې کړې دي. د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر له ۲۹ میلیون او دوه لکو کسانو اوړي.