له افغانستان څخه هند ته روان په انځرو بار یو موټر د پاکستان د بلوچستان د لورلایي په سیمه کې سوځول شوی. د سرپرست حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ دفتر یو تن چارواکي عبدالله عزام پر خپل ټویټر د دغې پېښې یوه ویډیو خپره کړې ده. ده لیکلي دي چې «ورانکارو دا کار کړی» دی وايي د دغو انځرو ارزښت ۳۰۰زره ډالر و. عبدالله عزام دا یو «جرم بللی» او وايي چې د دواړو هېوادونو سوداګریزې اړیکې زیانمنولی شي. هغه لیکلي دي، دا په هېڅ صورت د منلو نه دي. که پاکستان له افغانستان سره ښه اقتصادي او ترانزیتي اړیکې غواړي، باید د دا ډول پېښو مخه ونیسي. د پاکستان امنیتي چارواکو او په سیمه کې نیمه پوځي ځواک مسوولینو د افغانستان د سرپرست حکومت دا ادعا رد کړې او ویلي دي چې په دې سیمه کې داسې کومه پېښه نه ده شوې.