په تاجکستان کې تر سختو اورښتونو او توپانه وروسته سېلابونو ۱۳ تنه مړه کړي دي. د منځنۍ اسیا د دغه هېواد د بېړنیو حالاتو کمېټې ویلي چې دغه تلفات د پلازمېنې دوشنبې په وحدت او رودکي ولسوالیو کې اوښتي دي. چارواکو ویلي چې سېلابونو په دغو سیمو کې لارې او سړکونه هم ویجاړ کړي دي. ازبکستاني چارواکو ویلي، چې د تاجکستان په سېلاب ځپلو سیمو کې د ځمکې ښویېدنې خبرداری لا په خپل ځای دی.