په کونړ ولایت کې د جاپان لخوا د ۹.۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د اوبو رسولو د پروژې تړون لاسلیک شو. له دغې پروژې به ۱۲ زره کسان ګټه پورته کړي او د رغونې چارې به یې په ۲۰۲۴ کال کې پيل شي. د جاپان سفیر په دغه پروګرام کې د سرپرست حکومت له چارواکو غوښتي چې، چې په افغانستان کې د نړۍوالو همکارۍ د زیاتوالي لپاره باید د خپلو خلکو اړتیاوو ته پام وکړي. نوموړي دغه راز زیاته ویلي، چې د جاپان حکومت به له افغانانو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. په افغانستان کې د خوړو او کرنې سازمان استازی وايي، چې دغه پروژه، کرنیزو اوبو ته د کروندګرو د لاسري په موخه پیل شوې ده.