د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست د دغه ولایت په مرکز، احمد اباد، سید کرم او زرمت ولسوالیو کې د خوړو نړیوال پروګرام په مالي ملاتړ د څه د پاسه یو میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د یوې پروژې د پیل خبر ورکوي. د معلوماتو له مخې دغه پروژه د ابو د مدیریت په برخه کې پلې کیږي، چې شاوخوا ۹ زره ۱۴۷ کسانو ته په کې د کار زمینه برابریږي. مسوولینو دغه پروژه حیاتي او د اوبو د سرچینو په بیا غوړولو او وچکالۍ څخه د مخنیوي په برخه کې مهمه بللې ده. په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې مسوولین وایي، چې د پکتیا ولایت په ټولو ولسوالیو کې یې مختلفې پروژې پیل کړي، چې ګڼ شمېر کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده. دغه ولایت کې د ناورې کمیټې مسوول رحمت خان ویلي، چې د دغو پروژو د تطبیق پر مهال هر کارګر ته د ورځې د ۵ ډالرو معادل افغانۍ ترڅنګ د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې، د څارویو خوراکي توکي، کرنیز وسایل او د سابو تخمونه هم ورکول کیږي.