د امریکا د فلوریډا په ایالت کې خلک د یو لوی راتلونکي توپان څخه د ژغورنې لپاره چمتوالی نیسي. د هوا پېژندنې د ادارو د اټکل له مخې، دا توپان به نن دغه ایالت ته رسېږي، چې ممکن بارانونه هم ورسره مله وي. د «ایدالیا» په نوم سمندري توپان پرون په یو لوی زورور توپان بدل شوی او په امریکا کې د توپان ملي مرکز وايي، چې د ورځې په اوږدو کې به نور هم تېز شی. د فلوریډا والي ران ډیسانټیس خبرداری ورکړی، چې دا توپان به لوی اغېز ولري او د دغه ایالت په ۴۶ ولسوالیو کې یې بېړنی حالت هم اعلان کړی دی. چارواکو په ۲۱ ولسوالیو کې خلک هڅولي، چې د توپان تر رسېدو مخکې ځانونه خوندي سیمو ته وباسي. دغه راز په فلوریډا کې د ملي ګارډ ۱۱۰۰ غړي چمتو کړل شوي چې د اړتیا په وخت کې د ژغورنې په چارو کې مرسته وکړي.